Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

Book Name:Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

کړې...! چې کله خلق ميوه شوکوي، په هغه ورځ د تُخم وخت يادول هيڅ فائده نه ورکوي. دنيا د آخرت پَټے دے، څوک چې دلته د نيکئ تخم اوکري، د قيامت په ورځ به په خوشحالئ خوشحالئ ميوه حاصِلوي او څوک چې په دنيا کښې د ګناه تخم اوکري، د قيامت په ورځ به شرميږي.[1]

غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نور اوفرمائيل: (خلقو!) کله چې تاسو له مرګ راځي، تاسو به د غفلت د خوب نه رابيداره شئ خو هغه وخت د رابيداريدو هيڅ فائده نشته. اے انسانه! د بدو خلقو صحبت [يعني ناستې] ته د نيکانو خلقو نه بدګمانه کړي ئے. د الله پاک د کتاب او د سُنتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په رنړا کښې ژوند تيروئ! کاميابي به ستاسو نصيب وي. د الله پاک نه داسې حيا کوئ، لکه څنګه چې د هغه نه د حيا کولو حق دے. په غفلت کښې خپل وخت مه ضائع کوئ...! تاسو د هغه مال په جمع کولو کښې مصروف ئې، کوم چې تاسو نه استعمالوئ، هغه خوبونه وينئ، کومو ته چې به تاسو اونه رسئ، هغه ودانئ [كورونه] جوړوئ په کومو کښې چې تاسو ته (هميشه) اوسيدل نه دي او دې ټولو خبرو تاسو د الله پاک په حُضور کښې د حاضريدو نه غافِله کړي ئې.

غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل بيان سلسله نوره وړاندې بوتلله او اوئې فرمائيل: په دې کښې هيڅ شک نشته ټول خير د الله پاک سره دے او بد


 

 



[1]...مسند شہاب، جلد:1، صفحہ:232، حدیث:364۔