Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

Book Name:Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

ټول د غَيرُ الله (يعني د الله پاک د دُښمنانو) سره دي. خير په دې کښې دے چې د الله پاک په حُضُور کښې حاضر شئ...! د الله پاک د عِزت د دَر نه لرې تښتيدو کښې صرف بدي ده.

اے خلقو! په تاسو باندې لازم دي چې (1) مرګ يادوئ! (2) په مصيبت باندې صبر کوئ! (3) او په هر حال کښې په الله پاک باندې بروسه ساتئ...! چې کله دا درې واړه صفتونه په تاسو کښې پوره طور پيدا شي نو تاسو له به مرګ په داسې حالت کښې راځي چې د مرګ د يادولو په وجه به تاسو زاهدان جوړ شوې ئې، د صبر په ذريعه به تاسو د الله پاک د بارګاه نه د خپلې خوښې انعام حاصلوئ او د تَوَکُّل په ذريعه به د الله پاک سره ستاسو تعلق مضبوط شي.[1]

     صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! زمونږه پير، پير دستګير حُضور غوثِ پاك شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څومره په ښکلي انداز کښې د توبے ترغيب راکړے دے، اوس دا ساګانے روانې دي، آه! پته نه لګي چې کله دا ساه ګانې اودريږي او مونږه د ژوند نه لاس وينځو او د مرګ په لاره د قبر جَوَرې کندې ته کوز شو، اوس موقع ده، ژوند ميلاؤ شوے دے، ساه ګانے روانې دي، راځئ! چې د حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په فرمان باندې عمل


 

 



[1]...الفتح الربانی، المجلس الرابع، صفحہ:31-32-33خلاصۃً ۔