Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

Book Name:Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

اوکړو او توبه کړو، تر ننه پورې چې څومره ګناهونه شوي دي، د هغه ټولو نه رښتينې او پَخه توبه هم اوکړو، د توبے تقاضے هم پوره کړو يعني که قضا لمُونځونه په ذِمه دي نو ادا ئې کړو، که روژې قضا شوې دي نو اوئې نيسو، که د چا يو حق ورکول دي نو ور ئې کړو، که چرې د چا زړه آزاره شوے وي نو معافي ترې اوغواړو او توبه اوکړو او ښه د نيکو ژوند تيرول شروع کړو.

د توبے په فضائلو باندې 2 احاديثه

     (1) د الله پاک آخِري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اَلتَّائِبُ مِنَ الذَّنْبِ کَمَنْ لَّاذَنْبَ لَہٗ يعني د ګناهونو نه توبه کوونکے داسې دے لکه چې هغه چرې هم څه ګناه نه وي کړې.[1] (2) په يو حديث مبارک کښې دي: کله چې بنده د خپلو ګناهونو نه توبه اوکړي نو الله پاک د ګناه ليکلو والا فرښتو نه د هغه ګناهونه هيروي، دغه شان د ده د اندامونو (يعني لاسونو او ښپو) نه ئې هم هير کړي او د هغه په زمکه باندې نښې هم ورانوي. تر دې پورې چې د قيامت په ورځ کله هغه د الله پاک سره ميلاويږي نو د الله پاک د طرف نه به د هغه په ګناه باندې يو ګواه هم نه وي.[2]

د نيکانو بندګانو په شان شئ...!

په 3 شوال المُکرم، 545 هجرئ، د خيالي ورځ وه، حُضُور غوثِ پاک


 

 



[1]...ابن ماجہ، کتاب الزہد، باب ذکر التوبۃ، صفحہ:689، حدیث:4250۔

[2]...الترغیب والترہیب، کتاب التوبۃ والزہد، صفحہ:987، حدیث:17۔