Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

Book Name:Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

کومو په لوستلو چې د يو لاکھ درود شريف ثواب ميلاويږي او حُضُور غوثِ اعظم شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې په ګَټه باندې ليکلے شوے کوم درود شريف اوليدلو، خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خوب کښې تشريف راوړلو او اوئې وئيل چې د ده په يو ځل لوستلو د 70 زره درود شريف ثواب ميلاويږي. سُبْحٰنَ اللّٰہ! کاش! چې مونږه د دغه کرم قدر اوکړو. زمونږه پير حُضور غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې: اے د مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُمَّته! د الله پاک شکر ادا کړئ چې مخکښينو اُمَّتونو به څومره عمل کولو، الله پاک د هغوئي په نسبت ستاسو نه په لږ عمل باندې راضي کيږي. نور فرمائي: جُمات لازمي اونيسئ او په نبئ رحمت، شفيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې ډير زيات درود شريف لولئ! [1]  

پڑھتا رہوں کثرت سے درود  ان پہ سدا  میں                                   اور ذِکْر  کا  بھی شوق پئے غوث  و  رضا  دے

الله پاک دې مونږ له د زيات دُرُود شريف لوستلو توفيق راکړي! په شجريه عاليه قادريه رضويه عطّاريه کښې درودِ غوثيه ليکلے شوے دے، راځئ! د برکت حاصلولو د پاره ئې لولو:

اَللّٰہُمَّ صَلِّ عَلٰی سَیِّدِنَا وَ مَوْلَانَا مُحَمَّدٍ مَّعْدِنِ الْجُوْدِ وَ الْکَرَمِ وَ آلِہٖ وَ بَارِکْ وَ سَلِّمْ

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]...الفتح الربانی، المجلس الثانی، صفحہ:24-25بتقدم وتآخر۔