Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

Book Name:Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سحر په وخت بيان اوفرمائيلو: په دې بيان مبارک کښې غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يوه ډيره ښکلې خبره ارشاد اوفرمائيله، د سرو زرو په اوبو د ليکلو قابله جمله ده، يقين اوکړئ! که چرې مونږه د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه صرف دا يوه جمله په خپل ژوند کښې نافذه کړو، په دې باندې پوره طور عمل اوکړو نو زمونږه دُنيا به هم ښکلې شي، آخرت به مو هم ښکلے شي.

جمله څه ده؟ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: اے خلقو! د الله پاک د پاره داسې شئ! لکه څنګه چې بزرګانِ دين وو، الله پاک به په تاسو باندې داسې کرم اوکړي، لکه څنګه چې به ئې ستاسو په بزرګانو باندې کولو.[1]

 سُبْحٰنَ اللّٰہ! څومره ښکلے مدني ګُل دے....!! نن صبا خلق پريشانه كيږي، په زړه کښې وسوسے راځي، مونږه دعاګانے کوو، پوره کيږي نه، محنت کوو، فائده نه کوي، چې سرو زرو له لاس وروړو نو خاورې شي، آخِر معامله څه ده؟ اَبرَهَه نومې بادشاه که په کعبه شريفه باندې حمله کوي نو الله پاک د وړو وړو مرغو په ذريعه د هغه په هاتيانو سور فوځ له شکست ورکوي، په ميدانِ بدر کښې د مدد د پاره فرښتې راکوزيږي، نن صبا خو هم مسلمانان وهلے كيږي، په مسلمانانو باندې ظلم زياتے کيږي، آخِر نن صبا مدد ولے نه کيږي؟ حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير ساده جواب راکړو، اوئې فرمائيل: هغه د چا چې به غيبي مدد کيدلو، په چا باندې به


 

 



[1]...الفتح الربانی، المجلس  الاول، صفحہ:15 ۔