Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

Book Name:Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

چې د رَبِّ کائنات رحمتونه ډير راوريدل، چا چې به خاورو له لاس وروړلو نو سره زر به ترې جوړيدل، تاسو هم خپل اخلاق، خپل کردار، خپل اعمال د هغوئي په شان کړئ، هغوئي به پينځه واړه لمُونځونه د جَمعے سره ادا کول، تاسو ئې هم کوئ! هغوئي به تهجد، اِشراق، ساخت او د اَوَّابينو نوافل په پابندئ سره ادا کول، تاسو ئې هم کوئ! د الله پاک نيکانو بندګانو به د قرآنِ پاک تلاوت کولو، تاسو ئې هم کوئ! هغوئي د الله پاک د رضا طلب ګار وو، تاسو ئې هم طلب کوئ! هغوئي د دُنيا نه، د آخرت طلب ګار وو، تاسو هم د آخِرت فِکر کوونکي جوړ شئ! هغوئي د مال نه، د نيکو حِرص کوونکي وو، تاسو هم د نيکو حِرص کوونکي جوړ شئ! هغوئي به د الله پاک د ويرې نه ژړل، تاسو هم ژاړئ! هغوئي رَبِّ کريم يادوونكي وو، تاسو هم د الله ذِکر کوئ! د هغوئي اخلاق اعلٰـى وو، د هغوئي کردار پاک وو، هغوئي به د خپلو پرَدو غم کولو، هغوئي به په خپل مينځ کښې په شريکه اوسيدل، هغوئي به د نورو د پاره قربانئ ورکولې، نرمو خبرو والا وو، تاسو هم داسې جوړ شئ! بيا اوګورئ، چې څنګه به ستاسو په بزرګانو باندې د رَبِّ کريم رحمتونه ښه ډير راوريدل، په تاسو باندې به هم د رَبِّ رحمان او رحيم رحمتونه هم هغه شان راوريدل شروع شي.

د يو صاحِبِ عِلم ډير د حيرانئ جواب

د يو صاحبِ عِلم نه چا پوښتنه اوکړه: په ټوله دُنيا کښې مسلمانان