Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

Book Name:Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

شاته روان دي، غريبانان په غريبئ کښې ډوبيږي، په مسلمانانو باندې ظلم و زياتے کيږي، آخِر الله پاک چرته دے؟ الله پاک د دوئي مدد ولے نه کوي؟ (مَعَاذَ اللّٰہ!دا ډيره سخته بے ادبئ والا جملے دي خو دلته خلق داسې جملے وائي، داسې سوالونه کوي) نو هغه صاحبِ علم ډير ښکلے جواب ورکړو، اوئې وئيل: زه يو کَس پيژنم، د هغه عمر 60 يا 70 کالو ته نزدې دے، نه د هغه اولاد شته، نه د هغه څوک وارث شته، کار مار هيڅ نه کوي، د هغه سره د 2 وخته ډوډئ پيسې هم نه وي، د خلقو په هغه باندې زړه سوزي او هغه له خوراک يا پيسې وغيره ورکوي، داسې کمزورے حالت ئې دے خو افسوس! هغه بالکل بوډا هم دے، غريب هم دے، د ډوډئ پيسې ورسره نه وي، د دې باوجود هغه په پابندئ سره ګيره خروي، په دې عمر کښې هم جُمات ته نه ځي، لمُونځ نه کوي، الله پاک نه يادوي.

اوس اووايه! دلته سوال نه جوړيږي چې الله پاک چرته دے؟ مدد ولے نه کوي؟ سوال دا جوړيږي چې زمونږه په زړه کښې د رَبِّ کريم ياد چرته دے؟ الله پاک خو زمونږه د مرئ د رَګ نه هم زيات مونږ ته نزدې دے، لرې شوي خو مونږه د هغه نه يو. الله پاک فرمائي:

یٰۤاَیُّہَا  الۡاِنۡسَانُ مَا غَرَّکَ بِرَبِّکَ الۡکَرِیۡمِ ۙ(۶) (پاره: 30، سورۀ انفطار: 6)

 [مفهوم]ترجَمه کنزُ الايمان: اے انسانه تا ته کوم څيز دوکه درکړه د خپل کرم والا رَبّ نه.