Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

Book Name:Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

اے عاشقانِ رَسُول! دا آيت مبارک بيا بيا لولئ! په دې باندې غور اوکړئ! زمونږه رَبّ خو ډير کريم دے، ډير کرم کوونکے دے، ډير ورکولو والا دے، ډير مهربانه رحم کوونکے دے، آخِر کوم څيز مونږ په دوکه کښې واچولو؟ مونږه په کومه وجه د خپل رَبِّ رحمان نه لرې کيږو؟ مونږه ولے د هغه دروازے ته نه ځو؟ مُؤَذِّن وائي: حَیَّ عَلَی الْفَلَاح ،حَیَّ عَلَی الْفَلَاح راشئ! کاميابئ طرف ته، راشئ! کاميابئ طرف ته.

یہی  مسجد،  یہی  کعبہ،  یہی  گلزارِ  جنّت  ہے         چلے  آؤ!  مسلمانو!  یہی تختِ مُحَمَّد  ہے

آخِر مونږه د کوم څيز په لټون کښې يو؟ هغه کومه خزانه ده چې مونږه ئې په دُنيا کښې لټوو او هغه د الله پاک سره نه ميلاويږي...؟ دلته د هيڅ څيز کمے نشته، د رَبِّ کريم په حُضُور کښې سر په سجده کيږدئ بيا اوګورئ...!! دلته هر څه ميلاويږي، دُنيا هم ښه کيږي او آخِرت هم ښه کيږي.

غَل راغے، قبولِيَّت ئې اوموندلو

په الروض الفائق کښې دي: د شپے يو غَل د حضرت رابعه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها کور ته راغے، هغه ټول کور اولټولو، د يوې لوټے نه علاوه ئې نور هيڅ اونه موندل، د بيرته تللو اِراده ئې اوکړه، حضرت رابعه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها اوفرمائيل: که هوښيار غَل ئې نو د څه وړلو نه بغير به بيرته نه ځے. اوئې وئيل: ما ته خو دلته هيڅ هم ميلاؤ نه شو. اوئې فرمائيل: اے غريبه انسانه! په لوټه باندې اودس اوکړه او کوټے ته لاړ شه دوه رکعته لمُونځ اوکړه، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! څه