Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

Book Name:Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

نا څه به د دې ځائے نه يوسې. هغه هم داسې اوکړل، دلته حضرت رابعه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها دُعا اوکړله: اے کريم مالِکه! دا زما کور ته راغلے دے ده ته هيڅ ميلاؤ نه شو، ما ستا په بارګاه کښې اودرولے دے، دا د فضل او کرم نه مه محرومه کوه. هلته غَل له لمُونځ مزه ورکړه، ځکه ئې ټوله شپه لمُونځونه کول، د پيشمني په وخت حضرت رابعه بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها کوټے ته ورغله، غَل هغه وخت په سجده پروت وو او خپل ځان ته ئې وئيل: زما رَبّ به زما نه پوښتنه کوي چې آيا زما نافرماني دې کوله نو حيا نه درتله؟ د دُنيا والؤ نه دې په پټه ګناه کوله، اوس زما په حُضُور کښې د ګناهونو پيټے په سر راغلے ئې! آه! الله پاک به په ما باندې غضب اوفرمائي، ما به د رحمت نه لرې کړي نو هغه وخت به زه څه جواب ورکووم...؟؟

حضرت رابعه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها پوښتنه اوکړه: وروره! شپه څنګه تيره شوه! اوئې وئيل: په خير (تيره شوه)، زه په عاجزئ سره د خپل مالِک و مولا په بارګاه کښې اودريدم، هغه زما کوږ والے نيغ کړو، زما عُذر ئې قبول کړو او زه ئې خپل مقصد ته اورسَوَلم. بيا هغه په حيرانتيا سره  لاړو. حضرت رابعه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها لاسونه اوچت کړل، د الله پاک په بارګاه کښې ئې عرض اوکړو: اے زما مالِکه! دا يوه شپه ستا په حُضُور کښې حاضر شو، تا هغه قبول کړو، زه د څومره مودے نه ستا په بارګاه کښې ولاړه يم، آيا زه هم قبوله کړے شوې يم؟ آواز راغلے: رابعه! مونږه هم ستا په وجه هغه قبول کړو او ستا په