Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

Book Name:Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: مدني قافله

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي فيضانِ غوثِ پاک دے، فيضانِ خواجه او رضا بلکه فيضانِ اولياء دے، د اوليائے کرامو د مبارکو تعليماتو زده کولو، د هغوئي د نقشِ سيرت نه رنړا حاصلولو او د خپل ژوند ښائسته کولو، د خوږ آقا،  مکي مدني  مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په محبت او سُنَّتو باندې د عمل جذبے زياتولو د پاره تاسو هم د دعوتِ اسلامي ديني ماحول لمَن اونيسئ! په 12 ديني کارونو کښې هم ښه پوره حِصَّه واخلئ! اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د دُنيا او آخِرت بيشميره خير به مو نصيب شي. په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: مدنی قافله هم ده. راځئ! د ترغيب د پاره يو مدني سپرلے اورو:

د مدينې د سفر سعادت ميلاؤ شو!

د شيخوپوره (پنجاب، پاکستان) د يو اسلامي ورور د ليک خلاصه ده: اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! ماته د عمرے شريف ادا كولو شَرف ميلاؤ شو، هلته مې د قُصُور (پنجاب، پاکستان) د يو قاري صاحب سره ملاقات اوشو، هغه اووئيل چې ما د دعوتِ اسلامي د عاشقانِ رسول سره د 3 ورځو په مدني قافله کښې د سفر کولو سعادت حاصِل کړو او هلته مې ښه په ژړا ژړا د مدينې منورې د