Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

Book Name:Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

تعليم جاري دے * نابينا [ړندو] ماشومانو د پاره هم جدا مدرسةُ المَدينه قائم ده. د شروع نه واخله تر اوسه پورې تقريباً 439940 (4 لاكه، 39 زره 940) په ناظره او حفظِ قرآنِ كريم مكمل  كړے دے * د علم دين خورولو (يعني عالم او عالمَه كورس كولو) د پاره جدا جُدا جامعةُ المَدينه قائم دي. تراوسه پورې تقريباً 1309 (يو زر 309) جامعةُ المَدينه (للبنين، للبنات) جوړې شوي دي، په دې كښې تقريباً 117402 (يو لاك، 17 زره، 402) طالب علمان او طالباتو ته د درسِ نظامي (عالم او عالمَه كورس، فيضانِ شريعت كورس) مفت وركړے كيږي. تر اوسه پورې تقريباً 16 زره 117 عالم او عالمَه كورس، فيضانِ شريعت كورس مكمل كړے دے، په لكونو حافظان، قاريان، اِمامان، مُبَلِّغين، مُعَلِّمين، عالمَان او مُفتيانِ كرام تيارولو سره سره د اِصلاحِ اُمَّت او كردار جوړولو كار جاري دے * د دولسو نه زيات دارُ الاِفتاءِ اَهْلِ سُنَّت قائم دي چرته چې مُفتيانِ كرام د اُمَّت شرعي راهنمائي كولو كښې مصروف دي * په المَدينةُ العلمِيَّه كښې په مختلفو موضوعاتو باندې په سوونو ديني كتابونه چاپ كړے شوي دي * فيضان آن لائن اكيډمي (هلكانو جينكو) قائم دي چې د دې په ذريعه آن لائن عالم كورس، قرآنِ پاك (حفظ و ناظره) ښودلے كيږي، د 30 نه زيات آن لائن كورسونو په ذريعه په 77 ملكونو كښې خلقو ته په كور كښې د علمِ دين رنړا رَسَولے كيږي *