Book Name:Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat
فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: اَلنِّیَّۃُ الْحَسَنَۃُ تُدْخِلُ صَاحِبَہَا الْجَنّۃَ ښه نيت بنده جنت ته بوځي.[1]
اے عاشقانِ رَسُول! د هر نيك او جائز كار نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونو كولو عادت جوړ كړئ چې هغه نِيَّت بنده جنَّت ته داخلوي. د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً نِيَّت اوکړئ چې * نظر به ښكته ساتم او ښه په غور به بيان اورم. * د علمِ دِين زده كولو د پاره به پوره بيان اورم * چې څومره كيدے شو د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت به بااَدبه كښينم * د خپلے اصلاح د پاره به پوره بيان اورم * څه چې واورم پخپله به پرې د عمل كولو او نورو د د رَسَولو كوشش كووم.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
بَس د يوې هفتې مشقت پاتې دے...!!
حضرت احمد بن مُبَارک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيانوي چې يو عجمي (يعني غير عربي) کَس د چا نوم چې اُبَيّ وو، دا د پيران پير، پير دستګير حُضُورِ غوثِ پاك شيخ عبدُ القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شاګرد وو، د دې کَس ذِهِن ډير کمزورے وو، په ډيره خوارئ او کوشش د پوهه کولو باوجود به په مسئله نه پوهيدلو خو د حُضُور غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کمال شفقت، مهرباني او د دين