Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

Book Name:Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره كښې د سُنّت فضيلت او د ژوند يو څو آدابو بيانولو سَعَادت حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِـى فَقَدْ اَحَبَّنِـى وَمَنْ اَحَبَّنِـى كَانَ مَعِـى فِـى الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّت سره محبت اوکړو هغه زما سره محبت اوکړو او چا چې زما سره محبت اوکړو هغه به په جنّت کښې زما سره وي.[1]

سینہ تیری سُنّت کا مدینہ  بنے آقا!          جنت  میں   پڑوسی  مجھے  تم  اپنا   بنانا

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د رانجو لګولو سُنَّتونه او آداب

فرمانِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: په ټولو رانجو كښې بهتر رانجه اِثمِد  دي ځكه چه دا نظر روښانه كوي او بانړه راخيژوي.[2]

اے عاشِقانِ رسول! د كانړي رانجه استعمالولو كښې باك نشته او تور رانجه يا كاجل د زِينت په اِراده د نارينه د پاره لګول مكروه دي او كه زِينت [حاصلول] ئې مقصد نه وي نو كراهت نشته، رانجه د اُوده كيدو وخت كښې استعمالول سُنَّت دي. * د رانجو استعمالولو درې طريقو خُلاصه وړاندې كيږي: (1) كله په دواړو سترګو كښې درې درې سلائيان (2) كله په ښئ سترګه كښې درې او په ګڅه كښې دوه، (3) او كله په


 

 



[1]...مشکوٰۃ،کتابُ:الْاِیمان،بابُ:الْاِعْتِصَام، جلد:1، صفحہ:55، حدیث:175۔

[2]...ابن ماجہ، کتاب:الطب، باب:الکحل بالاثمد، صفحہ:566، حدیث:3497۔