Book Name:Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat
نه په ډکه دې واقعه کښې د زده کولو د پاره ډير مدني ګلونه دي:
(1) اوليائے کرامو ته هم عِلمِ غيب ورکولے شي
وړومبے مدني ګل خو دا ميلاؤ شو چې اوليائے کرامو ته هم د الله پاک په عطا سره د راتلونکو خبرو پته وي، هغوئي ته هم عِلمِ غيب ورکولے شي.
په سيپاره29، سورۀ جِنّ، آيت: 26-27 کښې الله پاک فرمائي:
عٰلِمُ الۡغَیۡبِ فَلَا یُظۡہِرُ عَلٰی غَیۡبِہٖۤ اَحَدًا (ۙ۲۶) اِلَّا مَنِ ارۡتَضٰی مِنۡ رَّسُوۡلٍ
(پارہ:29،سورۂ جن:26، -27)
[مفهوم] ترجمۂ کَنْز الايمان: په غيبو پوهيدونکے خو په خپل غيب باندې څوک نه مسلط کوي سِوا د خپلې خوښې د رسولانو نه.
په دې آيت مبارک کښې خو دومره بالکل صفا او واضحه اوفرمائيلے شو چې الله پاک د خپلې خوښې رسولانو ته عِلمِ غيب عطا کوي. اَئِمَّۀ کرام د دې آيت مبارک لاندې فرمائي چې: عِلمِ غيب په 2 قِسمه دے: (1) يو خاص عِلمِ غيب: دا صرف انبيائے کرامو عَلَیْهِمُ السَّلَام ته عطا کولے شي او (2) دويم هغه عِلمِ غيب کوم چې د رسولانو سره خاص نه دے بلکه الله پاک د انبيائے کرامو عَلَیْهِمُ السَّلَام په واسطه يا د اِلهام په ذريعه د اوليائے کرامو په زړه کښې د غيبو خبرې اچوي.[1]
په بهارِ شريعت کښې دي: انبيائے کرام عَلَیْهِمُ السَّلَام د غيبو خبر ورکولو