Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

Book Name:Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

د پاره راځي چې جنّت، دوزخ، حَشَر نشر، عذاب، ثواب (دا ټولې خبرې) غيب نه دي نو نور څه دي؟ د انبيائے کرامو عَلَیْهِمُ السَّلَام منصب هم دا دے چې هغوئي هغه خبرې اووائي کومو ته چې عقل او حوّاس (يعني سترګې، غوږونه وغيره) نه رَسي او د دې نوم غيب دے. اوليائے کرامو ته هم عِلمِ غيب عطا کيږي خو د انبيائے کرامو عَلَیْهِمُ السَّلَام  په واسطے سره.[1]

د اوليائے کرامو د کراماتو د نظر کمال

په بُخاري شريف کښې حديثِ قُدسي دے، په هغه (حديث) کښې الله پاک د اوليائے کرامو شان بيان کړے دے، په هغه حديثِ قُدسي کښې دا هم دي چې الله پاک فرمائي: کله چې زه د خپل يو بنده سره محبت کووم نو کُنْتُ بَصَرُہُ الذِّیْ یُبْصِرُ بِہٖ زه د هغه سترګې جوړې شم، په کومو چې هغه ويني.[2]

مطلب دا دے چې کله بنده د الله پاک سره محبت کوي او الله پاک هغه خپل محبوب جوړ کړي، نو بيا هغه بنده د فَنَا فِـى الله درجے ته اورَسي، اوس د هغه په اندامونو کښې خُدائي (يعني د الله پاک ورکړے شوي خاص) طاقتونه کار کوي[3] او په دغه اندامونو کښې يو سترګې هم دي، په ظاهره د هغوئي سترګې د عامو خلقو د سترګو په شان وي خو هغوئي د رَبِّ کريم په


 

 



[1]...بہارِ شریعت ، جلد:1، صفحہ:46، حصہ:1بتغیر قلیل۔

[2]...بخاری، کتاب الرقاق، باب التواضع، صفحہ:1597، حدیث:6502ملتقطاً۔

[3]...مرآۃ المناجیح، جلد:3، صفحہ:361.