Faizan e Imam Hasan Basri

Book Name:Faizan e Imam Hasan Basri

هم اونه خوړله او اوئې فرمائيل: دا ډوډئ د دې ځائے نه لرې کړئ۔ په دويمه ورځ بيا هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه روژه اونيوله۔ د روژه ماتې په وخت چې کله د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهمخې ته ډوډئ کيښودے شوه نو هغوئي ته بيا هاغه آيت راياد شو۔ هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يوه لمړئ هم اونه خوړله او اوئې فرمائيل: دا خوراک زما نه لرې يوسئ۔ دغه شان په دريمه ورځ هم هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بغير د څه خوړلو نه هم دغه شان روژه اونيوله۔

د هغوئي ځوي چې د هغوئي دا حالت اوليدو چې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بغير د خوراک نه 3 ورځې تيرې کړې نو ډير پريشانه شو او د زمانې د مشهور ولي حضرت ثابِت بناني، حضرت يحيیٰ او نورو مشهورو اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم په بارګاه کښې حاضر شو او عرض ئې اوکړو: حضور! تاسو زر تر زره زما د والد صاحب د مدد د پاره اورسئ، هغوئي پرله پسې د تيرو 3 ورځو نه صِرف يو څو ګوټه اوبه څښلي او روژه ئې نيولې ده او د 3 ورځو نه ئې د خوراک يوه لمړئ هم نه ده خوړلې۔ مونږه چې کله هم د هغوئي مخې ته د پيشمني يا روژه ماتي خوراک وړاندې کړو نو هغوئي ته د قرآنِ کريم دا آيت راياد شي:

اِنَّ  لَدَیۡنَاۤ  اَنۡکَالًا وَّ  جَحِیۡمًا (ۙ۱۲) وَّ طَعَامًا ذَا غُصَّۃٍ  وَّ عَذَابًا  اَلِیۡمًا (۱۳)  (پارہ:29، سورۂ مُزمِّل:12-13)

ترجَمۀ کنزُ الايمان: بے شکه زمونږ سره درَنې بيړئ او لمبه شوے اور دے او په مرئ کښې انختونکے خوراک او دردناک عذاب۔

د خدائے د پاره! زر راشئ او دا معامله حل کړئ۔ دا ئې چې واوريدل نو دا اوليائے کرام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم حضرات د امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خوا له راغلل، کله چې د روژه ماتي وخت شو نو بيا هغوئي ته هاغه آيت راياد شو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ډوډئ خوړلو نه انکار