Mout Ki Yaad Kay Fawaid

Book Name:Mout Ki Yaad Kay Fawaid

او ښه ښائسته شوه او د هغې مالکانو اوګنړله چې (اوس) هغوئي په دې فصل قادِر دي نو د شپې يا ورځې په وخت زمونږه حُکم راغلو نو مونږه هغه داسې ريبلے شوے فصل کړو لکه پرون چې هغه هلته هډو موجود نه وومونږه د غور کوونکو د پاره هُم دغسې تفصيل سره خپل آيتونه بيانوو۔

دا زمونږه د ژوند يو مثال دے۔ په دې باندې په آسانئ سره ځان داسې پوهه کړئ چې کرونده ګر پټے اړوي، بيا په دې کښې تخم اچوي، بيا باران کيږي، هغه پټے اوبه کوي، د دې تخم نه يو وړوکے شان بوټے زرغون شي، کرونده ګر د هغې حفاظت کوي، د هغه سره ويره وي چې هسې نه دا وړوکے شان بوټے چرته وَچ نه شي، دا څه ځناور اونه خوري، ځکه هغه د دې حفاظت کوي، بيا دغه بوټے وړې وړې پاڼې اونيسي، کرونده ګر په دې باندې وخت په وخت مختلف قِسمه سپرے کوي، د پټې نه ګير چاپيره شپول هم تاؤ کړي، د ده پوره حفاظت کوي تر دې پورې چې فصل بالکل پوخ شي او تيار شي، اوس کرونده ګر په زړه کښې مطمئين وي، هغه په سکون کښې وي چې اوس زما فصل ته هيڅ خطره نشته، بس سبا به راځم او فصل به ريبم خو آه! د شپې طوفان راشي، دا فصل تباه کړي۔

زمونږ د ژوند هم دغه مثال دے۔ مونږ چې کله واړه ماشومان وو، مور پلار به زمونږه