Mout Ki Yaad Kay Fawaid

Book Name:Mout Ki Yaad Kay Fawaid

دے۔ اوئې وئيل: ما به چرته بوځئ؟ اوئې فرمائيل: هغه ځائے ته چرته چې تا عملونه ليږلي دي او هغه کور ته کوم چې تا جوړ کړے دے۔ اوئې وئيل: افسوس! ما نه څه نيکي وړاندې ليږلې ده نه مې څه ښه کور جوړ کړے دے۔ مَلکُ المَوت عَلَیْهِ السَّلَام  اوفرمائيل: بيا خو به تا د هغه لمبه شوي اور طرف ته بوتللے کيږې کوم چې به ستا غوښه او څرمن را اوشکوي۔ دا ئې چې اووئيل نو مَلکُ المَوت عَلَیْهِ السَّلَام  د هغه نه رُوح واخستو او هغه مَړ شو او راپريوتو۔ په کور کښې غوغا شوه، چغې سورې شوې او ژړا انګولا شوه۔ د دې واقعې روايت کوونکے حضرت يزيد رَقَاشِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: که چرې د هغه کور والوؤ ته د هغه د بَد انجام پته لګيدلې وه نو د دې نه به ئې هم زياته ژړا انګولا کوله۔ ([1])

جب اس بزم سے اٹھ گئے دوست اکثر               اور اٹھتے چلے جا رہے ہیں برابر

یہ ہر وقت پیشِ نظر جب ہے منظر                       یہاں پر ترا دل بہلتا ہے کیونکر

جگہ جی لگانے کی دنیا نہیں ہے                            یہ عبرت کی جا ہے تماشا نہیں ہے

سَعَادَت مند څوک۔۔۔؟

اے عاشقانِ رَسُول! حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: اَلسَّعِیْدُ مَنْ وُعِظَ بِغَیْرِہٖ يعنې سعادت مند هغه دے کوم چې د نورو نه نصيحت حاصل کړي۔ ([2])

آه! مرګ حق دے، خامخا به راځي۔ زمونږه ډيرو ملګرو د مرګ ذائقه څکلې ده، زمونږ د کوڅې، محلې نه ډيرې جنازې زمونږ د سترګو وړاندې اوچتې شوې دي، ډير مونږ په خپلو لاسونو باندې قبرونو ته کوز کړي دي، ډير مو په کوزيدو ليدلي دي، زمونږه هم


 

 



[1]... احیاء العلوم، کتاب :ذکر الموت و ما بعدہ، باب:الثالث فی سکرات الموت …الخ، جلد:4،  صفحہ:567۔

[2]... مسلم، كتاب:القدر، باب:كیفیۃ الخلق الآدمی فی بطنہ …الخ،  صفحہ:1019، حدیث:2645۔