Book Name:Nigah e Ghous Azam

غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په نظرِ کرم سره څنګه د زړونو خيري وينځلے کيږي، د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د يو نظرِ کرم سره غل ولي جوړ شو، بد اخلاقه د ښو اخلاقو والا جوړ شو، او  ډيرو ګنهګارو ته د توبے کولو توفيق نصيب شو او د معاشرے نيک انسانان جوړ شو. اوس د الله پاک فرمان واورئ، ارشاد فرمائي:

فَالْعٰصِفٰتِ عَصْفًاۙ(۲)  (پارہ30،سورۂ مرسلات:2)   

ترجمه: بيا قسم په هغې چې کومې انتهائي تيزې چليدونکي دي.

      يعني اوليائے کرام هغه شان والا دي چې د خپل نورِ نظر او نظرِ کرم په ذريعه د زړونو خيرے وينځي، اخلاق و کردار سموي او ګنهګاران د نيکې لارې مسافران جوړوي.

د غوثِ پاک نظرِ کرم او د حق عام کيدل

خوږو اسلامي ورونړو! پارہ:29، سورۂ مرسلات آیت:3 کښې الله پاک فرمائي:

وَّ النّٰشِرٰتِ نَشْرًاۙ(۳)

ترجمه: او په ښو خوريدونکو قسم.

د دې آيت په وضاحت کښې مونږ واوريدل چې د اوليائے کرامو دا شان دے چې دوئي کوم طرف ته تَوجُّه اوفرمائي، هلته د حق جنډه پورته شي. اوس راځئ! په دې ضِمن کښې د پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د نظر د فيضان په باره کښې واورو:

پينځه زره کافران مسلمانان شول

      پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه 521 هجری کښې باقاعده د درس و بيان سلسله شروع کړه او مسلسل څلويښت کاله ئې وعظ و نصيحت فرمائيلو. حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به هفته کښې درې بيانونه فرمائيل. حضرت عُمر کيماني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  يو محفل داسې نه  وو چې په هغې کښې به غير مسلمو  کلمه نه وي وئيلي او مسلمانان شوي به نه وي، يا به ګنهګارو توبه نه وي کړي، کله به چې هم هغوئي بيان فرمائيلو نو غير مسلمه به د بيان نه مُتأَثِّره کيدل او مسلمانان کيدل به او ګناهګارو به