Book Name:Nigah e Ghous Azam

توبه کوله  او نيکان به جوړ شول. ([1])

       پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زما په لاس د پينځؤ زرو نه زياتو کافرانو ايمان راوړے دے او د يو لاک نه زيات ګنهګار توبه ګار شوي دي او د نيکې لارې مسافران جوړ شوي دي.([2])

کُرد قوم اسلام قبول کړو

       يو ځل پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير شيخ عبد القادِر جِيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عراق په يو علاقه کُردستان کښې د نيکئ د دعوت د پاره تشريف يوړو، څه مريدان هم ورسره وو، دا ټوله علاقه په لکونو کسانو مشتمله وه او هغه ټول غير مسلمه وو، د طبعيت په لحاظ سره هم ډير سخت وو، سرکارِ غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د کُرد قوم مرکز ته اورسيدو او د هغوئي غټو غټو سردارانو ته ئې د اسلام دعوت ورکړو د هغوئي د نيکئ دعوت ئې چې واوريدو نو د کُرد قوم يو عالم رامخکښې شو، هغه کس څه وخت په بغداد او مصر کښې پاتې شوے وو، او د مسلمانانو علماؤ نه ئې څه احاديثِ مبارکه هم اوريدلي وو ، هغه کس پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته اووئيل: آيا ستاسو نبي دا فرمائيلي دي چې ”زما د اُمَّت علماء د بني اسرائيلو د انبياء په شان دي“ (يعني څنګه چې د بني اسرائيلو انبيائے کرامو عَـلَـيْهِمُ السَّلَام د نيکئ دعوت عام کولو، د دې امت علماء به هم هغه شان د نيکئ دعوت عام کوي)

      حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې د هغه کس خبره واوريدله نو اوئې فرمائيل: آيا تا ته په دې باره کښې څه شک شته؟ هغه اووئيل: حضرت عيسٰي عَـلَيْـهِ الـسَّـلاَم چې د بني اسرائيلو نبي دے، هغوئي ته الله پاک دا معجزه ورکړي وه چې هغوئي به مړي ژوندي کول، تاسو د دې امت د


 

 



[1]...قلائد الجواہر، صفحہ:93۔

[2]...قلائد الجواہر، صفحہ:96۔