Book Name:Nigah e Ghous Azam

د نيک بنده د غوا برکت

      الله پاک قرآن کريم کښې د بني اسرائيلو د يوے غوا ذِکر فرمائيلے دے، د قرآن کريم دويم او د ټولو نه اُوګږد سورت ”سُوْرَةُ البَقَرَه“ ته سُوْرَةُ البَقَرَه د دې غوا د واقعے په نسبت وائي. د واقعے خُلاصه څه داسې ده چې په بني اسرائيلو کښې يو کس قتل شوے وو، دا معلومه نه وه چې قاتل څوک دے، بني اسرائيل د حضرت موسٰي عَـلَيْـهِ الـسَّـلاَم په خدمت کښې حاضر شو، حضرت موسٰي عَـلَيْـهِ الـسَّـلاَم د الله پاک په حُکم اوفرمائيل: يوه غوا ذبح کړئ! بيا بني اسرائيلو ته د هغې غوا اوصاف هم بيان کړے شو. مثلاً هغه غوا د زيړ رنګ والا ده، د هغې په بدن باندې هيڅ داغ نشته، نه بوډئ ده نه ځوانه بلکه درميانه عُمر والا ده وغيره. بني اسرائيلو د داسې غوا تلاش شروع کړو، آخر د الله پاک د يو نيک بنده او د خپلې مور د فرمانبردار بنده سره داسې غوا ملاو شوه، بني اسرائيلو هغه ذبح کړه، بيا بني اسرائيلو ته حُکم اوشو:

فَقُلْنَا اضْرِبُوْهُ بِبَعْضِهَاؕ-  (پارہ:1،سورۃالبقرۃ:73)  

ترجمه: نو مونږه اوفرمائيل هغه مقتول د دې غوا په يوه ټُکړه اُووهئ.

      چنانچه د الله پاک په حکم سره د هغه ذبح کړے شوې غوا د غوښې يوه ټُکړه هغه قتل شوي کس ته اُولګولے شوه نو هغه ژوندے شو او هغه د خپل قاتل نوم اُوښودو.

      اوګورئ! د حضرت موسٰي عَـلَيْـهِ الـسَّـلاَم د اُمَّت د يو نيک بنده د غوا د جسم د ټکړے لګولو سره مړے ژوندے شو او دا خبره کوم ځائے بيان شوي ده؟ په قرآن کريم کښې. نو غور اوکړئ! چې د موسٰي عَـلَيْـهِ الـسَّـلاَم د اُمَّت د يو نيک بنده د غوا د يوے تکړے لګيدلو سره مړے ژوندے کيدے شي نو د حضرت موسٰي عَـلَيْـهِ الـسَّـلاَم د آقا، حضرت محمّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اُمَّت د يو انتهائي نيک بزرګ، سلطانُ الاولياء يعني حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دعا په برکت به مړي ولے نه شي ژوندي کيدے؟ ژوندي کيدے شي، يقيناً ژوندي کيدے شي او مړې خلقو اوليدل چې ژوندي شو نو خلقو کلمه هُم اووئيله دا ټول څه دي؟ د الله پاک عطا ده.  

بندہ قادر کا بھی قادربھی ہے عبدالقادر                                                                                      سِرِّ باطن بھی ہے ظاہر بھی ہے عبدالقادر