Book Name:Nigah e Ghous Azam

مفتئ شرع بھی ہے، قاضِئ ملّت بھی ہے                                                                     عِلْمِ اَسْرار سے ماہِر بھی ہے عبد القادر

ذی تَصَرُّف بھی ہے ماذون بھی مختار بھی ہے                                                     کارِ عالَم کا مُدَبِّر بھی ہے عبدالقادر ([1])

      وضاحت: زمونږ غوثِ پاک عبدالقادر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دے يعني د قدرتونو والا ربِّ کريم بنده دے، الله پاک هغوئي ته قدرت ورکړے دے، هغوئي د ظاهر و باطن رازدار دي، د شريعت مفتي هم دي، د ملت قاضي هم دي، د باطني علومو ماهر هم دي، الله پاک هغوئي ته اختيارات ورکړې دي، هغوئي ته د زمانے د تدبير اجازت هم ورکړے شوے دے

د غوثِ پاک نظرِ کرم او حق و باطل کښې فرق

فَالْفٰرِقٰتِ فَرْقًاۙ(۴)  (پارہ29،سورۂ مرسلات:4)

بيا په ښو جُدا کوونکو قَسَم.

د دې آيت معنٰی مونږ واوريدله چې اوليائے کرام حق او باطل کښې فرق کوونکي وي اوس راشئ چې په دې باره کښې د پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير سيرت واورو:

بدمذهبو توبه اوکړه

      شيخ ابوالحسن قرشي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د 559 هجری واقعه ده چې د بدمذهبو يوه لويه ډله د حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښې حاضره شو، هغوئي سره دوه ټوکرئ وے، چې خُلې ئې بندې وے، هغه بدمذهبو د پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه پوښتنه اوکړه: اووائې چې! په دې ټوکرو کښې څه دي؟ حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپل بصيرت (يعني باطني نظر) سره معلوم کړل او يوه ټوکرئ باندې ئې لاس کيښودو او اوئې فرمائيل: په دې کښې يو معذوره ماشوم دے بيا هغوئي خپل ځوئ عبدالرزاق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته اوفرمائيل: د دې ټوکرئ خُله کولاوه کړه! د ټوکرئ خُله چې کولاوه کړے شوه نو په هغې کښې واقعي معذوره ماشوم وو،


 

 



[1]...حدائقِ بخشش، صفحہ:69ملتقطاً۔