Book Name:Nigah e Ghous Azam
په دې آيت کښې د انبيائے کرامو عَـلَـيْهِمُ السَّلَام خپل مينځ کښې په يو بل باندې د فضيلت لرلو بيان دے. تفسير صِراطُ الْجِنان کښې دي: نبي کيدلو کښې ټول انبيائے کرام برابر دي، اصلِ نبوت کښې د دوئي په مينځ کښې فرق نشته. خو مرتبے ئې جُدا جُدا دي، په خصائصو او کمالاتو کښې ئې فرق دے، درجے ئې مختلفې دي، بعضې د بعضو نه اعلٰي دي او زمونږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټولو نه اعلٰي دے.([1])
سب سے اولیٰ و اعلی ہمارا نبی سب سے بالا و والا ہمارا نبی
ملک کونین میں انبیا تاجدار تاجداروں کا آقا ہمارا نبی
انبیا سے کروں عرض کیوں مالکو! کیا نبی ہے ہمارا تمہارا نبی([2])
صَلُّوْا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
(4) د غوثِ پاک نظرِ کرم او په زړۀ کښې د الله پاک ذِکر پيدا کيدل
پارہ:29، سورۂ مرسلات پينځم آيت کښي ارشاد دے:
فَالْمُلْقِیٰتِ ذِكْرًاۙ(۵)
ترجمه: بيا قَسَم د ذِکر اِلقا کوونکو.
د دې آيت معنٰی مونږه اوريدلي وه چې اوليائے کرام د خلقو په زړونو کښې ذِکر اچوي يعني د اوليائے کرامو په صحبت کښې د ناستې او د هغوئي د نظرِ کرم په بَرَكت د هغوئي په توجه سره زړه کښې د ايمان نور زياتيږي، د ايمان خوږوالے نصيب کيږي، عبادت کښې زړه لګي، زړۀ نه د ګناهونو خيرے او ګندګي لرې کيږي، زړه په ذِکر او فکر کښې مشغول شي او د الله پاک په ذِکر آباد شي.