Book Name:Nigah e Ghous Azam

اُن پر دُرود جن کو کَسِ بے کَساں کہیں           اُن پر سَلام جن کو خَبَر بے خَبَر کی ہے ([1])

وضاحت: هغه خوږ پيغمبر صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کوم چې د بےاَسرو اَسره منلے کيږي، کوم چې د هر بےخبره خبر لرَلو والا دے، په هغوئي دِ درود و سلام وي.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                           صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د بيان اوريدلو  نيتونه

      مُحترمو اسلامي ورونړو! ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو: فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ” اَفْضَلُ الْعَمَلِ اَلنِّيَّةُ الصَّادِقَةُ “ رښتينے نِيَّت بهترين عبادت دے. ([2])

     اے عاشقانِ رسول! نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.

     * د عِلمِ دِين حاصلولو نِيَّت اوکړئ او نور دا نيتونه اوکړئ چې * نظر به ښكته ساتم او ښه په غورسره به بيان اورم. * چې څومره كيدے شي د ډډه وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت د اَلتَّحِيَّات په شكل كښې كښينم * د علم زده كولو د پاره به پوره بيان اورم * د بيان په دوران كښې به د سُستئ نه ځان بچ ساتم * د خپلې اصلاح د پاره به بيان اورم *  څه چې واورم نورو ته به ئې د رَسَولو كوشش كووم.  


 

 



[1]...حدائقِ بخشش، صفحہ:209۔

[2]...جامع صغیر، صفحہ:81، حدیث:1284۔