Book Name:Nigah e Ghous Azam

د شيخ شهابُ الدِّين سُهَروَردي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه واقعه

      د سلسلۀ سُهَروَردِيه عظيم پيشوا [عُمر] شيخ شهاب الدين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د ځوانئ په ورځو کښې ما د علم کلام وئيلو ډير زيات شوق لرلو، ما د دې علم ډير کتابونه حفظ کړي هم وو، زما ترۀ به د دې علم لوستلو نه زه منع کولم خو ما ته دا علم ډير زيات خوښ وو، لهٰذا زه به د دې علم د کتابونو لوستلو نه نۀ قلاريدم.

      د علمِ کلام وضاحت: علم کلام د عقائدو په باره کښې علم ته وائي، په دې علم کښې د اسلام او  نورو مذهبونو متعلق بحث کيږي، علمِ کلام ښه علم دے بلکه يو حده پورې علمِ کلام زده کول فرضو علومو کښې هُم شامل دي، خو په دې علم کښې زيات مشغوليدلو کښې خطره دا ده چې کله کله انسان په دې علم کښې د زيات مشغويدلو په وجه بدمذهبه شي بلکه بعضې وخت په کفر کښې اخته شي.

      خير! شيخ شهاب الدين سُهروردي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  فرمائي چې يوه ورځ زما ترۀ زه ځان سره کړم او د پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښې حاضر شُو. زما ترۀ زما طرف ته اشاره اوکړه او عرض ئې اوکړو: حضور! دا زما ورارۀ  عُمر دے، دا د علمِ کلام کتابونه لولي، زه دې منع کووم خو نه منع کيږي، زما د ترۀ خبره ئې چې واوريدله نو حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زما طرف ته متوجه شو او اوئې فرمائيل: تا د علمِ کلام کوم کوم کتابونه حفظ کړي دي؟ ما د کتابونو نومونه بيان کړل.

      پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زما په سينه باندې لاس مبارک راښکلو نو زما نه د علمِ کلام خبرې داسې هيرې شوې لکه ما چې کله هډو يادې کړي نه وي. په الله پاک مې دِ قسم وي! حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې زما په سينه لاس راښکلو نو صرف د علم کلام نه ئې زما سينه خالي نه کړه بلکه د علمِ لُدَني (يعني د الله پاک ورکړي شوي خاص علم) نه ئې زما