Book Name:Nigah e Ghous Azam

سينه ډکه کړه.

اے عاشقانِ غوثِ پاک! دا ده د دې آيت معنٰی فَالْمُلْقِیٰتِ ذِكْرًاۙ(۵) ترجمه: بيا د ذِکر القا کوونکو قَسم.

يعني د اوليائے کرامو ډله په زړونو کښې ذِکر و فکر اچوي، لکه څنګه چې غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د شيخ محمد عُمر شهاب الدين سهروردي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سينه په خاص رُوحاني نظر سره د ذِکر و فِکر او عِلم نه ډکه کړه.

جو ولی قبل تھے یا بعد ہوئے یا ہوں گے                              سب ادب رکھتے ہیں دِل میں مرے آقا تیرا

مزرعِ چشت و بخارا و عراق و اجمیر                                                     کون سی کِشْت پہ برسا نہیں جھالا تیرا ([1])

 

      وضاحت: اے زما آقا غوثِ اعظم شيخ عبدالقادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه! کوم اولياء چې ستا نه مخکښې وو، او چې کوم به وروستو راځي تر قيامته پورې ټول ستاسو ادب کوونکي دي، چِشت، بُخارا، عراق، اجمَير هر ځائے ستاسو د فيض و بَرَكت باران وريږي، او ټول هُم ستاسو نه فيض حاصلوي.

چا چې څه طلب کړل ورئې کړل

      شیخ محمد بن محفوظ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بیان کوی: یو ځل ډیر زیات مشائخ د پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښې حاضر وو، حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  اوفرمائيل: خپل خپل حاجتونه بيان کړئ، چاته چې څه پکار دي، ورته ملاويږي به.

      موقع د غنيمت وه، ټولو مشائخو خپل خپل حاجتونه بيانَوَل شروع کړل، چا عرض اوکړو: زه د مجاهدے (يعني په نيکئ کولو کښې د ډير زيات کوشش کولو) طاقت غواړم. چا عرض اوکړو: زه


 

 



[1]...حدائقِ بخشش، صفحہ:25-26۔