Book Name:Nigah e Ghous Azam

در پر جو تیرے آ گیا بغداد والے مرشد                        مَن کی مرادیں پا گیا بغداد والے مرشد([1])

د غوثِ پاک د نظرِ کرم حاصلولو طريقے

      اے عاشقان رسول! مونږ د حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د نظرِ کرم، د هغوئی د روحاني تَوجُّه او د نيکئ دعوت ورکولو وغيره يو څو برکتونو اوريدلو سعادت حاصل کړو. ياد ساتئ! اوليائے کرام د دنيا نه تشريف وړلو نه پس هُم اَلْحَمْدُ لِلّٰه! د خپلو غلامانو مدد کوي، مشکلات حل کوي او نظرِ کرم کوي او دا ټول د الله پاک د عطا کړے شوي طاقت په ذريعه وي، ګنې د الله پاک د عطا نه بغير په خپل ذاتي طاقت هيڅ څوک يوه پانړه هم نه شي خوَزَوَلے.

صَلٰوةِ غوثيه کوئ......!

      خير! مقصد دا دے چې که نن هم څوک د زړه د اخلاصه حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د نظرِ کرم فرياد اوکړي نو پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه توجه فرمائي پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: چا چې په څه مصيبت کښې ماته فرياد اوکړو، هغه مصيبت ئې لرې شو، چا چې په سختئ کښې زما نوم واخستو، هغه سختې ترينه لرې شوه، څوک چې زما په وسيله د الله پاک په بارګاه کښې خپل حاجت پيش کړي هغه حاجت به ئې پوره شي، څوک چې دوه رکعته نفل لمُونځ اوکړي او په هر رکعت کښې اَلحَمدُ (يعني سُوْرَةُ الْفَاتِحَه) نه پس قل هوالله احد (يعني سورۀ اخلاص پوره سُورت) يوولس ځله اووائي، د سلام نه پس په حضور نبي کريم صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې درود شريف اووائي، بيا د بغداد شريف طرف ته يوولس قدمه واخلي او زما نوم واخلي او خپل حاجت بيان کړي، اِنْ شَــآءالـلّٰـهُ الکَرِيم! هغه حاجت به ئې پوره شي.


 

 



[1]...وسائلِ بخشش، صفحہ:545۔