Book Name:Nigah e Ghous Azam
اووئيل، کله چې د بيعت سلسله ختمه شوه نو ما هِمَّت اوکړو او بارګاهِ غوثيت کښې مې عرض اوکړو: يامرشد! زما د زوجه اميد دے او ډاکټر د اپريشن وئيلي دي. تاسو کرم اوفرمائے! ارشاد ئې اوفرمائيل: کومه بغدادي نسخه چې اوس بيان کړے شوه د دې مطابق عمل اوکړه، او واوره! ستاسو کور کښې به دوه ماشومان بغير د آپريشن نه پيدا کيږي، د يو نوم حَسّان او د بل نوم مُشتاق کيږده، د دواړو په څټ به زما قدم وي، زه چې کور ته لاړم د نسخۀ بغدادي يوولس کجورې مې ښځې ته ورکړې، اَلْحَمْدُ لِلّٰه! کجورو خوړلو سره زما د ښځې تکليف لرې شو او په الله پاک مې دِ قسم وي! زما په کور کښې دوه ماشومان پيدا شول، ما د مرشد پاک د فرمان مطابق د يو نوم حَسّان او د بل نوم مُشتاق کيښودو.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. يوه ورځ تاجدارِ رِسالت، شَهَنشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد اوفرمائيل: مَنْ تَمَسَّكَ بِسُنَّتِيْ عِنْدَ فَسَادِ اُمَّتِيْ فَلَهُ اَجْرُ مِائَةَ شَهِيْدٍ يعني د امت د فساد په وخت کښې چې کوم کس زما سنتو باندې مضبوطئ سره عمل کوي هغه ته به د سلو شهيدانو ثواب ملاويږي.([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
دعا کول سنت مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دي
دوه فرامينِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: اَلدُّعَاءُ سِلَاحُ الْمُؤْمِنِ دعا د مومن وسله ده. ([2])
اے عاشقان رسول! دعا غوښتل سُنَّتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دي زمونږ خوږ آقا محمد