Book Name:Nigah e Ghous Azam
مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به کثرت سره دعا غوښتله.
بعضو محدّثينو د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مبارکو دعاګانو متعلق پوره پوره کتابونه ليکلي دي مثلاً د خوراک کولو دعا، د اوبو څښلو دعا، د اوده کيدلو دعا، د خوب نه د رابيداريدلو دعا، د شودو څښلو دعا، د جامو اغوستلو دُعا. غرض دا چې زمونږ خوږ آقا محمد مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د روزمرہ کارونو نه مخکښې هم دعاګانې لوستلې. نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به دا دعا لوستله: ([1])
رَبَّنَاۤ اٰتِنَا فِی الدُّنْیَا حَسَنَةً وَّ فِی الْاٰخِرَةِ حَسَنَةً (پارہ:2،سورۃالبقرۃ:201)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : اے زمونږه ربه! مونږ ته په دنيا کښې هم خير راکړې او مونږ ته په آخرت کښې هم خير را کړې.
د روزمره دعاګانو زده کولو د پاره مدني پنج سوره، صفحه: 182 تا 227. لولئ، د سُنَّتو زده کولو د پاره بهار شريعت حصه: :16، او د امير اهلِسنّت ډير زيات ښکلے کتاب 550 سُنَّتیں اورآداب مطالعه کړئ.
د دعوتِ اسلامی هفته واره د سُنَّتو ډكه اجتماع کښې
لوستلو والا (6) دُرودِ پاك او (2) دُعاګانې
(1) د شَبِ جُمعے [يعني د جُمعے د شپے] دُرُود
اَللّٰھُمَّ صَلِّ وَسَلِّمْ وَبَارِكْ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدِ نِالنَّبِیِّ الْاُمِّـیِّ
الْـحَبِیْبِ الْعَالـِی الْقَدْرِ الْعَظِیْمِ الْجَاہِ وَ عَلٰی اٰلِہٖ وَ صَحْبِہٖ وَ سَلِّمْ