Book Name:Nigah e Ghous Azam

وہ رُتبہ ترا ہے کہ جتنے ولی ہیں                    سبھی تیرے زَیرِ قدم غوثِ اعظم

      سُبْحٰنَ الله! اے عاشقان رسول! دا دے حضور غوثِ اعظم...!! غور اوکړئ! اوليائے کرام هغه بلندې هستئ دي چې خلقو ته څه مشکل پيښ شي، څه پريشاني ورپيښه شي نو خلق د اوليائے کرامو دربار ته حاضريږي او د خپلو مشکلاتو د حل درخواست ورته کوي خو د داسې شان و عظمت، د داسې مقام و مرتبے نه قربان چې کله اوليائے کرامو ته مشکل پيښ شي نو د هغوئي مدد کولو د پاره پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کرم فرمائي.

معلومه شوه چې د حضور غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه روحاني توجه، د هغوئي نظر کرم هغه نظر دے چې لوئے لوئے اوليائے کرام د هغوئي د نظرِ کرم محتاجه دي. سيّدي اعلٰي حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي:

تُو ہے وہ غوث کہ ہر غوث ہے شیدا تیرا           تُو ہے وہ غَیْث کہ ہر غَیْث ہے پیاسا تیرا ([1])

 

      وضاحت: يعني اے زمونږ غوثِ پاکه! تاسو هغه غوث، هغه مددګار ئې چې د ټولې زمانے غوثان، د زمانے مددګاران ستاسو عاشقان، او ستاسو عقيدتمند دي او تاسو د باران هغه اوبه ئې چې پخپله باران هم ستاسو تږے دے.

يو بل مقام باندې اعلٰي حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:

کوئی سالِک ہے یا واصِل ہے یاغوث!     وہ کچھ بھی ہو ترا سائِل ہے یاغوث!

 

وضاحت:اے غوثِ پاک! يو بنده چې د ولايت د لارې مسافر وي يا د ولايت لوئے مقام ته رسيدلے وي، غرض دا چې که څوک په هر مقام باندې وي، خو البته ضرور ستاسو د دربار سوالي هم وي.


 

 



[1]...حدائقِ بخشش، صفحہ:23۔