Book Name:Nigah e Ghous Azam

کاش! چې مونږ ګناهګارو ته هم د حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو نظر ِکرم نصيب شي نو يقين اوکړئ! چې ټول کارونه به مو سم شي.

ادھر بھی نِگاہِ کرم غوثِ اعظم            کرو دُوْر رَنج و اَلَم غوثِ اعظم

ہے گردن میں تیری غُلامی کا پٹہ           تجھی سے ہے میرا بھرم غوثِ اعظم

ترا ہوں میں تیرا، مرے اس کہے کا        سرِ حشر رکھنا بھرم غوثِ اعظم

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                         صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

په شانِ اوليائے کرام کښې پينځه قرآني آيتونه

د پارہ: 29، سورۂ مُرْسَلات  ابتدائي پينځه آيتونو کښې الله پاک فرمائي:

دا پينځه آيتونه دي، په دې کښې الله پاک د پينځؤ څيزونو قَسَم ارشاد فرمائيلے دے:

وَ الْمُرْسَلٰتِ عُرْفًاۙ(۱) فَالْعٰصِفٰتِ عَصْفًاۙ(۲) وَّ النّٰشِرٰتِ نَشْرًاۙ(۳) فَالْفٰرِقٰتِ فَرْقًاۙ(۴) فَالْمُلْقِیٰتِ ذِكْرًاۙ(۵)   (پارہ:29، سورۂ مرسلات:1-5)

ترجمه [مفهُوم]: قسم دے په هغې کومې چې مسلسل راليږلے کيږي، بيا په هغې چې کومې انتهائي تيزې چليدونکي دي او په ښو خوريدونکو باندې، بيا په ښو جُدا کوونکو، بيا په ذِکر اِلقا کوونکو باندې.

      دا پينځه آيتونه دي، په دې کښې الله پاک د پينځه څيزونو قَسَم ارشاد فرمائيلے دے:

(1)    مُرسَلَات (چې مسلسل ليږلے کيږې) (2) عَاصِفَات (کومې چې تيزې چليږي) (3) نَاشِرَات (کومې چې ښه خورول کوي) (4) فَارِقَات (کومې چې ښې جدا کوونکي دي) (5) مُلقِيَات (کومې چې ذِکر القا کوونکي دي)

دا پينځه څيزونه څه دي؟ دا د چا اوصاف دي؟ په دې باره کښې د مفسِّرينو مختلف