Book Name:Nigah e Ghous Azam
خوند حاصليږي، د تلاوت خوند ورنصيب کيږي، د ګناهونو نه ئې نفرت شروع شي او په نيکيو کښې ئې زړه اولګي.([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو اسلامي ورونړو! دا پینځه آيات دي، او مونږ واوريدل چې د مفسرينو د يو قول مطابق په دې کښې د اوليائے کرامو رَحِمَهُمُ الـلّٰـهُ تَـعَالٰی اوصاف بيان شوي دي، اوس راځئ چې د دې آيتونو په رنړا کښې د سرکارِ بغداد، حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سيرت پينځه اړخونه واورو:
د غوثِ پاک د نظر په برکت د ظاهر او باطِن صفائي
الله پاک اِرشاد فرمائي:
فَالْعٰصِفٰتِ عَصْفًاۙ(۲) (پارہ30،سورۂ مرسلات:2)
ترجمه: بيا په هغې قَسَم چې کومې انتهائي تيزې چليدونکي دي.
يعني د [هٰغه] اوليائے کرامو قَسَم! کوم چې په خپل نظرِ کرم او روحاني تَوجُّه باندې د زړونو خيرے، ګندګي، د بدو عقيدو ګندګي، د بدو اخلاقو ګندګي او د ګناهونو ګندګي لرې کوي او ښکاره بيمارئ، پريشانئ، غم درد هُم لرې کوي.
غير مسلمه ته ئې کلمه اووئيله او د ابدال مرتبه ئې ورکړه
منقُول دي چې د مُلکِ شام يو ابدال وفات شو (ابدال: د ولايت يوه درجه ده،) د رواياتو مطابق په دنيا کښې هر وخت څلويښت ابدالان موجود وي، کله چې په دوئي کښې څوک د دُنيا نه سفر اوکړي نو د هغه په ځائے بل مقرر کړے شي، چنانچه د مُلکِ شام د ابدال وِصال