Book Name:Khwaja Garib Nawaz Aur Neki Ki Dawat

اوفرمائيل او د هغه سړي سر ئې را اوچت كړو. په يو مجلس كښې چې ئې دومره مهربانئ، اعلٰـى اخلاق او كردار اوليدل نو د هغه سړي د زړه دُنيا بدله شوه، د هغه په زړه كښې د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  عقيدت پيدا شوے وو، چنانچه د قتل په اراده راتلونكي كافِر د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  په لاس مبارك توبه اوكړه، كلمۀ اسلام ئې اولوستله او د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په غلامانو كښې شامِل شو.[1]

د بدئ جواب د نيكئ په ذريعه وركوونکے

    اے عاشِقانِ رسول! تاسو اوليدل! د الله پاك د نيكو بندګانو اخلاق څومره ښكلي وي، د الله والؤ دا مبارك انداز دے چې د بدئ جواب په بدئ نه بلكه په نيكئ وركوي، الله پاك دِ مونږ ته هم توفيق رانصيب كړي. اٰمـيـن.

     په قرآنِ كريم كښې ارشاد دے:

اِدْفَعْ بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ السَّیِّئَةَؕ-   (پارہ18،سورۂ مؤمنون:96)              

[مفهوم] ترجمۂ کَنْز العرفان: د ټولو نه د ښې نيكئ په ذريعه بدي لرې كړه.

    اے عاشِقانِ رسول! دا د الله والؤ اعلٰـى اخلاق وو چې د دې په ليدلو به كافِرو كلمه لوستله او مسلمانيدل به، د هُم دې اعلٰـى اخلاقو په ذريعه د دِينِ اسلام رنړا په ټوله دُنيا كښې خوره شوي ده، كاش چې! مونږ ته هم د نيكئ د دعوت عام كولو جذبه رانصيب شي. اے كاش چې! مونږ ته هم ښه اخلاق رانصيب شي، مونږه هم مُعاف كوونكي جوړ شو، څوك چې زمونږ سره بدي اوكړي، مونږه د هغه سره نيكي اوكړو، كاش چې! زمونږه اخلاق هم ښائسته شي او په نرمئ او مينه او حكمتِ عملئ سره د نيكئ دعوت عام كوونكي جوړ شو.


 

 



[1]...خواجہ اجمیر، صفحہ:66-67۔