Book Name:Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط

اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط  بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط

د حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ د دُنيا نه بےرغبتي

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ                                                              وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ                                                                           وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ

نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ  (ترجمه: ما د سُنَّتِ اعتكاف نِيَّت اوكړو)

         مُحترمو اسلامي ورونړو! د نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ  معنٰی ده ما د سُنَّتِ اعتكاف نِيَّت اوكړو. نِيَّت د زړه ارادے ته وائي چې كله هُم جُمات ته د داخليدو سعادت درنصيب شي نو ياد ساتئ او د اِعتِكاف نِيَّت كوئ، تر څو چې جُمات كښې ئې نو اِنْ شَــآءالـلّٰـهُ   د اِعتِكاف ثواب به مو كيږي

       ياد ساتئ! جُمات كښې د خوراك څښاك، اُوده كيدو يا پيشمني او روژه ماتي كولو، تر دې چې د آبِ زَم زَم يا دَم كړو اوبو څښلو هُم شرعاً اجازت نشته، البته كه د اعتكاف نِيَّت مو كړے وي نو دا ټول كارونه به ضِمناً جائز شي.

د دُرُود شريف فضيلت

     حضرت ابو طلحه رَضِیَ الله عَنْهُ  فرمائى: يو ځل د سحر په وخت كښې د الله پاك د خوږ نبـي، رسُولِ هاشَمي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په نُوراني مخ باندې د خوشحالئ آثار وو، صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان ترينه د دې د سبب تپوس اوکړو نو خوږ آقا صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: الله پاك پيغام راليږلے دے چې اے محبوب! صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ستاسو اُمَّتـي چې په تاسو يو