Book Name:Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa

     نن صبا دا آفت ډير عام دے، خلق په غُصّه كښې راشي او ناحقه په نورو ظُلم كوي خو د دې سره سره په خوشحالئ كښې هم نورو ته ناحقه تكليف رسوي، مثلاً چې واده وي نو په اوچت آواز سندرې باجے غږوي او دغسې خلقو تكليف رسوي، په ټوقو ټوقو كښې د يو بل زړه خفه كوي، ښكاره خبره ده چې دا خو انصاف نه دے، سراسر نا اِنصافـي ده. دغسې په هر حالت كښې د هر قِسمَه نا اِنصافـئ نه بچ كيدل نجات وركوونكے عمل دے.

هلاكت كښې اچوونكي 3 اعمال

    اے عاشِقانِ رسول! په دې 12 [اعمالو] كښې درې اعماله داسې دي چې هغه انسان هلاك كوي، يعني د دې درې واړو نه بچ كيدل دي، كه مونږه د دې نه ځان اُونه ساتو نو دا درې اعمال به مونږه د هلاكت طرف ته بوځي، هغه درې اعمال دا دي: (1) بُخل [يعني شومتيا]: خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د شومتيا نه ځان بچ ساتئ! بيشكه تاسو نه وړاندې خلق شومتيا هلاك كړي وو.[1] (2) خواهِش پرستي (يعني د نفس په خواهشاتو پسې تلل) داخو ډير خطرناك عمل دے. خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د نفس د خواهشاتو نه ځان بچ ساتئ ځكه چې دا انسان ړوند او كوڼ کړي.[2] په دې وجه خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مونږ له پكار دي چې مونږه د نفس په خواهشاتو عمل نه کوو


 

 



[1]...مسلم ،  کتاب البر والصلہ، صفحہ:1000، حدیث:2578۔

[2]...کنز العمال، کتاب الاخلاق، جلد:3، صفحہ:219، حدیث:7828۔