Book Name:Tilawat e Quran Kay Shoqeen

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط

اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط  بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ                                                              وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ                                                                           وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ

نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ  (ترجمه: ما د سُنَّتِ اعتكاف نِيَّت اوكړو)

         مُحترمو اسلامي ورونړو! چې كله جُمات ته داخل شئ، چې ياد مو وي نو د اِعتِكاف نِيَّت كوئ، تر څو چې جُمات كښې ئې نو د اِعتِكاف ثواب به مو كيږي.

       ياد ساتئ! جُمات كښې د خوراك څښاك، اُوده كيدو يا پيشمني او روژه ماتي كولو، تر دې چې د آبِ زَم زَم يا دَم كړو اوبو څښلو هُم شرعاً اجازت نشته، البته كه د اعتكاف نِيَّت مو كړے وي نو دا ټول كارونه به ضِمناً جائز شي.

د دُرُود شريف فضيلت

     حضرت شيخ اَبُو الحَسَن شَعْرانِـى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: حضرت مَنْصُور بِن عَمَّار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د وفات نه پس ما په خوب كښې اوليدلو، تپوس مې ترينه اوكړو: مَا فَعَلَ اللّٰہُ بِکَ يعني الله پاك تاسو سره څه مُعامَله اوكړه؟ اوئې فرمائيل: زما ربّ كريم ما ته اوفرمائيل: ته مَنْصُور بِن عَمَّار ئې؟ ما عرض اوكړو: آؤ، يَـا رَبَّ الْعٰلَمِيْن! بيا الله پاك اوفرمائيل: هم ته وې چې په دُنيا كښې به دې خلقو ته د دُنيا نه د بےرغبتـئ ترغيب وركولو او پخپله دُنيا طرف ته مائل وې؟ ما عرض اوكړو: يا الله پاكه! واقعي خبره خو هم دا ده خو چې كله به ما په اجتماع كښې بيان شروع كولو نو اوَّل به مې ستا حمد و ثنا كوله، د هغې نه پس به مې ستا په خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې دُرُود