Tilawat e Quran Kay Shoqeen

Book Name:Tilawat e Quran Kay Shoqeen

د الله پاك اِنعام يافته بندګان

    حضرت علـي بِن صالِح او حضرت حَسَن بِن صالِح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهِما دواړه ورونړه وو، د دوئي د كور خلق د قُرآن د تِلاوَت شوقين وو، د دوئي په كور كښې به هره ورځ د قرآنِ كريم يو ختم كيدلو، انداز ئې دا وو چې دې دواړو ورونړو او د دوئي مور به تلاوت كولو، يوه حِصَّه قُرآنِ پاك به حضرت علـي بِن صالِح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تلاوت كولو، يوه حِصَّه قُرآنِ پاك به د دوئي ورور حضرت حَسَن بِن صالِح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تِلاوت كولو او يوه حِصَّه قُرآنِ پاك به ئې مور بي بي  رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهَا تلاوت كولو، دغه شان به هره شپه د يو قُرآنِ پاك ختم كيدلو. څه موده پس د هغوئي مور بي بي  رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهَا وفات شوه، نو يو کس كم شو، خو د دې باوُجود هغوئي د قرآنِ كريم په تلاوت كښې كمے رانوستلو. دواړو ورونړو به په شريکه د خپلې مور كمے پوره كولو او دواړو د نيم نيم قرآنِ پاك تلاوت معمول جوړ كړو، دغسې هره ورځ د يو قرآنِ كريم ختم كولو سلسله جاري وه. څه موده پس حضرت علـي بِن صالِح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم وفات شو، بيا حضرت حَسَن بِن صالِح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يواځې پاتې شو خو د هغوئي د قرآن د تلاوت د شوق نه قربان شم! هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په تِلاوت كښې كمے رانوستلو، بيا به حضرت حَسَن بِن صالِح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يواځې د خپلې مور او د ورور د حِصّې تلاوت هم كولو، يعني هره ورځ به ئې يواځې د قرآنِ كريم پوره ختم كولو.

     د حضرت علـي بِن صالِح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د يو نِزدې ملګري بيان دے: په كومه شپه چې حضرت علـي بِن صالِح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفات شو، زه هغوئي سره ووم، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زما نه اوبه اوغوښتلې، ما هغه وخت لمُونځ كولو، ځکه ما زر اوبه وړاندې نكړے شوې، چې لمَونځ مې اوکړو نو ما په ډىره تادئ اوبه وروړې نو حضرت علـي بِن صالِح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: ما اوس اوبه اوڅښلې، زه ډير حيران شوم چې زما نه