Book Name:Qabren Pegham-e-Fana Deti Hain

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط

اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط  بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ                                                              وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ                                                                           وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ

نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ  (ترجمه: ما د سُنَّتِ اعتكاف نِيَّت اوكړو)

د دُرُود شريف فضيلت

     حضرت عَلَّامه محمد بِن احمد  قُرطُبِـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليكي: يو ځل د اِمام حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې يوه زنانه حاضره شوه او عرض ئې اوكړو: زما پيغله لور وفات شوي ده، زه په خوب كښې د هغې حال معلومول غواړم، څه عمل راته اوښائې! اِمام حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغې ته عمل اوښودلو. زنانه كور ته لاړه، څه چې ئې ورته فرمائيلي وو، په هغې ئې عمل اوكړو نو خپله لور ئې په خوب كښې په داسې حال کښې اوليدله چې د هغې په بدن د تاركولو لباس وو، په څټ كښې ئې زنځير او په ښپو كښې ئې بيړئ پرتې وې، د دې هيبَت ناك منظر په ليدلو زنانه سخته اويريدله، په دويمه ورځ بيا د اِمام  حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې حاضره شوه او خپل خوب ئې بيان كړو. حضرت اِمام حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې د وفات شوې جينئ حال واوريدلو نو ډير خفه شو. څه موده پس اِمام حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خوب كښې يوه جينئ اوليدله چې په جنَّت كښې په تخت ناسته ده او تاج ئې په سر دے. هغې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته اووئيل: زه د هغې زنانه لور يم، چا چې تاسو ته زما حال بيان كړے وو، اِمام حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: هغې خو ته په عذاب كښې ليدلې وې، دا انقلاب څنګه راغے؟ هغې مرحومې اووئيل: د مقبرے په خوا يو كس تيريدو،