Book Name:Ahle-Taqwa Kay 4 Ausaf

    د دې حديثِ پاك نه د ذِكرُ الله فضيلت معلوم شو او د دې سره سره دا هم معلومه شوه چې تقوٰى د ټولو خيرونو مجموعه ده، چا ته چې دا دولت نصيب شو لکه هغه ته چې ټول خيرونه نصيب شو. حُجَّةُ الاسلام اِمام محمد بِن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: اے ګرانه قدرمنده! تا له پيژندل پكار دي چې تقوٰى يوه قيمتي خزانه ده، كه ته په دې خزانه حاصلولو كښې كامياب شوې نو ته به لويه كاميابي حاصله كړې، داسې ځان پوهه كړه چې د دُنيا او آخرت ټول خيرونه په تقوٰى كښې جمع كړے شوي دي.[1]

د متقيانو د پاره انعامونه

        علمائے كرام فرمائي: الله پاك په قرآنِ كريم كښې د مُتقيانو ډير فضائل بيان كړي دي او هغوئي ته ئې ډير زيات زيري وركړي دي مَثَلاً * مُتقيانو ته د الله پاك مدد او مرسته حاصليږي * مُتقيانو ته په دُنيا او آخرت كښې عِزَّت نصيب كيږي  * مُتقيانو ته علم وركړے كيږي، حكمت هم ور عطا كيږي* الله پاك د مُتقيانو ګناه ورانوي * هغوئي ته لوئ اجر وركوي * د مُتقيانو بخښنه كيږي  * الله پاك مُتقيانو ته آسانئ وركوي  * د هغوئي په كارونو كښې سهولت او نرمي ايښودے كيږي * مُتقي انسان د غم او مُشقت نه خلاصے مومي * مُتقي انسان ته په دُنيا كښې فراخه رزق عطا كيږي  * مُتقيان به په آخرت كښې نجات مومي * مُتقيانو ته د عبادت توفيق وركړے كيږي * الله پاك هغوئي د ګناهونو نه محفوظ ساتي * مُتقي انسان په خپلو مقصدونو كښې كاميابيږي * الله پاك د مُتقيانو د رښتينئ ګواهي وركوي * دوئي ته د الله پاك محبت نصيب كيږي * د مُتقيانو عبادت قبليږي  * مُتقيانو سره به نه غم وي او نه ويره  


 

 



[1]...منہاج العابدین، صفحہ:115خلاصۃً۔