Book Name:Shan e Ameer Hamza
پس د هغه ثواب زياتيږي، ځكه چې خلق د هغه په حق كښې دُعائے خير كوي.[1]
(1) د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارك دے: لَا تَحْقِرَنَّ مِنَ الْمَعْرُوفِ شَیْئًا وَلَوْ أَنْ تَلْقَی أَخَاکَ بِوَجْہٍ طَلْقٍ يعني د نيكئ يوه خبره سپكه مه ګنړه كه هغه ستا د خپل ورور سره په رونړ تندي ملاقات وي.[2] (2) د خوږ آخري نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارك دے: اِحْرِصْ عَلٰی مَایَنْفَعُکَ وَاسْتَعِنْ بِاللّٰہِ وَلَاتَعْجِزْ يعني په دې باندې حرص اوكړه، كوم چې تا ته نفع دركړي او د الله نه مدد اوغواړئ او عاجزه مه كيږئ.[3]
اے عاشِقانِ رسول! شارِح مُسلِم حضرت عَلَّامه شرفُ الدِّين نَوَوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاك لاندې ليكي: د الله پاك په عبادت كښې ښه حرص اوكړئ او په دې باندې د اِنعام لالچ اوساتئ خو په دې عبادت كښې په خپل كوشش باندې بروسه كولو په ځائ د الله پاك نه مدد اوغواړئ.[4] حكيمُ الاُمَّت حضرت مفتی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د