Book Name:Ya ALLAH Main Hazir Hun

* الله پاك دې توفيق رانصيب كړي.  اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ

د هر لمَانځه نه مخکښې به ئې لَبَّيْك اَللّٰھُمَّ لَبَّيْك لوستلو

      عام طور تلبيه (يعني لَبَّيْك اَللّٰھُمَّ لَبَّيْك) اِحرام تړلو سره لوستلے كيږي* خو كه مونږه د دې په معنٰى غور اوكړو نو په دې لحاظ سره د يو مسلمان د ژوند يو ساعت هم داسې نشته كوم چې د دې نه جدا تير كړے شي* د مسلمان معنٰى هم دا ده: الله او د هغه د رسول  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ  په حكم باندې عمل كولو والا* ځکه د يو مسلمان د ژوند يو ساعت په دې تَصَوُّر* يقين* شوق او جذبے سره تيرول پكار دي چې د هغه د زړه* دماغو* ژبے* پوره بدن* يو يو عمل* يو يو سوچ او يو يو خيال نه دا آواز پيدا كيږي: لَبَّيْك اَللّٰھُمَّ لَبَّيْك (زه حاضر يم، اے الله! زه حاضر يم). زمونږ د خوږ آقا
 صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ  مبارك انداز وو چې د شپې به ئې كله لمُونځ (يعني د شپې نوافِل) ادا كول نو د لمَانځه شروع کولو نه مخكښې به ئې فرمائيل: لَبَّيْك اَللّٰھُمَّ لَبَّيْك (زه حاضر يم، اے الله! زه حاضر يم) او د بعضو رواياتو