Book Name:Ya ALLAH Main Hazir Hun
مطابق د هر لمَانځه نه مخكښې به خوږ آقا صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ لوستلو: رلَبَّيْك اَللّٰھُمَّ لَبَّيْك (زه حاضر يم، اے الله! زه حاضر يم). [1]
هر سحر لَبَّيْك اَللّٰھُمَّ لَبَّيْك لولئ...!
حضرت زيد بِن ثابت رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ جليلُ القدر صحابـي دے* حُضُورِ اكرَم صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ يو ځل هغوئي ته يوه دُعا اوښودله او حكم ئې ورته اوكړو چې پخپله ئې هم لوله او د خپل كور كسانو ته هم په پابندئ سره هره ورځ دا دُعا لوله* هغه دُعا دا ده* ارشاد ئې اوفرمائيلو: قُلْ حِينَ تُصْبِحُ يعني اے زيده! د سحر په وخت دا لوله: لَبَّيْكَ اَللّٰهُمَّ لَبَّيْكَ وَسَعْدَيْكَ وَالْخَيْرُ فِي يَدَيْكَ يعني زه حاضر يم* يا الله! زه حاضر يم* ستا نه د سعادت سُوال كووم* ټولې نيكئ ستا په دستِ قدرت كښې دي.[2]
اوګورئ! خوږ آقا صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ هره ورځ د لَبَّيْكَ اَللّٰهُمَّ لَبَّيْكَ لوستلو ترغيب ارشاد اوفرمائيلو.
معلومه شوه لَبَّيْك اَللّٰھُمَّ لَبَّيْك لوستل صرف په حج او عمره كښې خاص نه دي* بلكه بنده له پكار دي چې هره ورځ د الله پاك د مينې نه