Book Name:Ya ALLAH Main Hazir Hun

ډك وي او د خپل ربّ په بارګاه كښې عرض كوي: لَبَّيْك اَللّٰھُمَّ لَبَّيْك زه حاضر يم* يا الله! زه حاضر يم.

د لَبَّيْك اَللّٰھُمَّ لَبَّيْك معنٰى

       حضرت عَلَّامه اِبنِ رجب حنبلـى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاك لاندې فرمائي: دا كومه جمله چې ده: لَبَّيْك اَللّٰھُمَّ لَبَّيْك زه حاضر يم* يا الله! زه حاضر يم. په دې كښې لفظِ لَبَّيْك دوه ځله راغلے دے او د عربئ قاعده ده چې كله لفظ د تكرار سره راوړے شي* يعني يو لفظ بيا راوړے شي* په هغې كښې د تكرار معنٰى پيدا كيږي* مطلب دا چې بنده وائي: لَبَّيْك اَللّٰھُمَّ لَبَّيْك  نو د دې معنٰى صرف دا نه ده چې يا الله! زه يو ځل حاضر يم يا صرف نن حاضر يم بلكه د دې معنٰى ده: يا الله پاكه! كله چې هم ستا حكم وي* بيا بيا به زه حاضر يم* هميشه حاضر يم* يو وخت هم ستا د حكم نه شاته نه ځم.[1]

       حضرت عَلَّامه اِبنِ رجب حنبلـى   رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   نور فرمائي: كله چې بنده هره ورځ د سحر په وخت دا اووائي: لَبَّيْك اَللّٰھُمَّ لَبَّيْك (زه حاضر يم، يا الله! زه حاضر يم) نو د دې مطلب دا شو: يا الله پاكه! ما سحر په دې حال كښې كړو چې زه ستا دعوت قبلوونكے يم* تا چې د كومې خبرې حكم


 

 



[1]... شرح حدیثِ  لبیک اللہم لبیک،صفحہ:23۔