Book Name:Ya ALLAH Main Hazir Hun
كړے دے زه په هغې باندې عمل كولو والا يم* تا چې د كومې خبرے نه منع كړے يم* زه د هغې نه منع كيدونكے يم* زه ستا په فرمانبردارئ باندې قائم يم* ستا حكم طرفته تادي كوونكے يم. كله چې بنده په خپله ژبه دا اووائي* نو اوس په هغه باندې لازم دي چې په خپل عمل سره د دې مطابق روان شي چې د هغه ژبه او د هغه كردار يو شان شي.[1]
د الله پاك احكام او د مومِن بنده رَدِّ عمل
اے عاشِقانِ رسول! اوس غور اوكړئ....! خوږ آقا مونږ ته تعليم راكړے دے چې هره ورځ بنده د خپل ربّ په بارګاه كښې په شوق او ذوق سره اقرار كوي: لَبَّيْك اَللّٰھُمَّ لَبَّيْك (يعني ياالله پاكه! زه ستا په هر حكم باندې سر ټىټَووم) مونږه غور اوكړو! الله پاك مونږ ته د كومو كومو خبرو حكم راكړے دے؟ ربّ فرمائي:
وَ اَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ (پارہ:1،سورۂ بقرۃ:43)
(مفهوم) ترجمہ کَنْز الايمان: لمُونځ قائم كړئ.
اوس مونږه څه وايو؟ لَبَّيْك اَللّٰھُمَّ لَبَّيْك زه حاضر يم* يا الله! زه حاضر يم.
الله پاك فرمائي: