Book Name:Ya ALLAH Main Hazir Hun
ربِ فرمائي:
وَ تَبَتَّلْ اِلَیْهِ تَبْتِیْلًاؕ(۸) (پارہ:29،سورۂ المزمل:8)
(مفهوم) ترجمہ کَنْز الايمان: او د ټولو نه جدا شئ او هغه ته مُتَوَجِّه شئ.
بنده څه وائي؟ لَبَّيْك اَللّٰھُمَّ لَبَّيْك زه حاضر يم* يا الله! زه حاضر يم.
الغرض....!الله پاك خپل بنده ته څومره احكام ارشاد فرمائيلي دي* د څومره خبرو نه ئې منع كړي دي* بنده هره ورځ د سحر په وخت پاڅي* د دې اِظهار اوكړي* د دې اقرار اوكړي او وائي: لَبَّيْك اَللّٰھُمَّ لَبَّيْك يعني د الله پاك څومره احكام دي* زه ټول منم* تا چې د څومره خبرو نه منع كړې ده هغه ټول منم.
يا الله پاكه! مونږ ته د خوږ آقا صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د تعليماتو مطابق هره ورځ د سحر په وخت د دې دُعا لوستلو او په صحيح معنو كښې د دې په تقاضو باندې د عمل كولو توفيق را عطا كړې. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
عمَلاً د رَبّ په بارګاه كښې د سر ښكته كولو بركتونه
اے عاشِقانِ رسول! الله پاك زمونږه ربّ دے* هغه مونږه پيدا كړي يو* ژوند ئې را عطا كړے دے* مونږه د الله پاك په عطا كړے شوو سترګو