Book Name:Ya ALLAH Main Hazir Hun

ليدل كوو* د هغه په عطا كړے شوو غوږونو اورو* په لاسونو نيول كوو* هغه د ساه ګانو نِعمَت عطا كړے دے* هغه د ګرځيدلو طاقت راكړے دے* هغه زمونږ د پاره د زمكې فرش خور كړے دے* هغه د اودي اسمان چهت جوړ كړے دے* زمونږه ربّ رحمٰن او رحيم دے څوك چې زمونږ د پاره باران را وروي* د تخم نه ونه جوړوي او مونږ ته ميوه را عطا كوي* مونږ ته بے شميره نعمتونه را عطا كوي چې مونږه ئې شمير نه شو كولے.

      اندازه اولګوئ! كوم رب كريم چې بے غوښتلو مونږ ته دومره نعمتونه راكړي دي* كله چې مونږه د خپل ربرحمٰن په حکمونو عمل اوکړو نو هغه مهربان ربّ به  مونږ ته څنګه څنګه نعمتونه را عطا كوي.

د آلوتوونکي ديګ يوه عجيبه واقعه

حضرت بِکر بن عبد الله رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: مخکښينو خلقو کښې يو بادشاه وو* څوک چې مسلمان نه وو او ډير ظالم وو* د هغه د وخت چې کوم ايمان والا خلق وو* بادشاه د هغوئي سره جنګ اوکړو* بادشاه په هغې کښې ډيره سخته ماتې اوخوړه* ايمان والوؤ ته الله پاک فتح نصيب کړه* هغه بادشاه قيد کړے شو او د هغه په باره کښې مشوره اوشوه چې دا بادشاه ډير ظالم دے* ده په خلقو ډير ظلمونه کړي دي او مسلمان هم نه دے* ده ته دې ډيره سخته سزا ورکړے شي۔ د مشورې نه پس په دې خبره