Book Name:Ya ALLAH Main Hazir Hun

چا چې ټول ژوند په کفر کښې تير کړو* چا چې خپل ټول ژوند په شرک کښې تير کړو* چا چې ټول ژوند ظلم اوکړو او د مال او دولت سره مينه کښې ئې* عيش او عشرت کښې تير کړو* يو ځل ئې هم رَبّ ته خپل سر ټيټ نه کړو* دې بنده چې کله يو ځل خپل ځان د رَبّ بارګاه ته وړاندې کړو او اقرار ئې اوکړو چې يا الله! زه د خپل ټول ژوند شرک پريږدم او ستا په بارګاه کښې حاضريږم او هغه د دې د اظهار د پاره کلمه طيبه لَااِلٰہَ اِلاَّاللہُ اولوستله نو کريم رَبّ د هغه د غيبو نه مدد اوکړو۔ نو لږ غور اوکړئ۔۔۔۔۔! چا چې د پيدا کيدو سره د خپل پيدا کوونکي پاک پروردګار جَلَّ جَلَالُه نوم مبارګ اوريدلے وي* د الله اکبر* الله اکبر آوازونه ئې اوريدلي وي* د لَااِلٰہَ اِلاَّاللہُ مبارک آوازونه ئې اوريدلي وي* څوک چې د پيدا کيدو نه اوسه پورې مسلمان دے* کله چې هغه اووائي لَبَّيْكَ اَللّٰھُمَّ لَبَّيْكَ  زه حاضر يم* يا الله! زه حاضر يم* يا الله! ما چرې هم شرک نه دے کړے خو زه ستا هر هر حکم منلو ته تيار يم نو کريم رَبّ به هغه له څومره انعامونه ورکوي۔

د ربَ د رضا د پاره ئې حکومت پريښودو

د حضرت ابراهيم بن ادهم  رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   د توبې واقعه هم ډيره ښائسته ده* حضرت ابراهيم بن ادهم  رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   ډيره مالداره وو* د بعضې رواياتو مطابق هغوئي د بَلخ شهزاده وو* يو ځل د خپل محل سره نزدې چرته ناست وو۔ يو کَس راغلو او هغه محل ته ننوتل غوښتل د هغه نه پوښتنه اوکړے