Book Name:Ya ALLAH Main Hazir Hun
راځم* حضرت خضر عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام اوفرمائيل: نه، د کوم کار د پاره چې زه تاته وايم د هغې نه د تادئ بل کار نشته، د ټولو نه وړومبے دا کار بيا د دې نه پس نور کارونه۔
تا کارِجہاں رَاسْت کُنِیْ دَیْر شَوَدْ
تر څو پورې چې ته د دنيا کارونه ختموې بيا به ډير ناوخته شوے وي ځکه هم اوس د دې ځائے نه روان شه* حضرت ابراهيم بن ادهم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حضرت خضر عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام سره روان شو* ځنګل طرفته روان شو چې په لاره کښې ورته يو ګډبه (شپونکے) ميلاؤ شو* هغوئي چې کومې شاهي جامې اغوستې وې هغه ئې ويستلې او هغه شپونکي (ګډبه) له ئې ورکړې او د هغه چې کومې زړې شليدلې جامې وې هغه ئې پخپله واچولې او د ځنګلونو په لور روان شو۔ ([1])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا هغه موقع وه چې حضرت ابراهيم بن ادهم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عملي طور لَبَّيْكَ اَللّٰھُمَّ لَبَّيْكَ اوئيل* يعني د کوم کار د پاره چې انسان دنيا ته راغلے دے يعني د رَبّ د عبادت* د نيکو ګټلو* د آخرت فکر او د آخرت د پاره د نيکو جمع کولو د پاره* حضرت ابراهيم بن ادهم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په هغې کښې مصروف شو* اوس اوګورئ۔۔۔۔۔! حضرت ابراهيم بن ادهم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عملي طور د خپل رَبّ په بارګاه کښې اقرار اوکړو: