Book Name:Ya ALLAH Main Hazir Hun

هغوئي دا په ژبه اونه وئيل* چې په خپل عمل سره ئې د دې خبرې اظهار اوکړو* نو څه ورته ميلاؤ شو؟

مهيانو (کبانو) د سرو زرو ستنې حاضرې کړې

حضرت شيخ فريد الدين عطار   رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   فرمائي: يوه ورځ حضرت ابراهيم بن ادهم   رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   د دجلې درياب په غاړه ناست وو او خپلې شليدلې جامې ئې په ستنه ګنټلې او پيوند ئې پکښې لګولو۔ يو کَس ئې په خوا تيريدو هغه حضرت ابراهيم بن ادهم   رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   د پخوا نه پيژندو* هغه ته پته وه چي دے پخوا شهزاده وو* بيا ئې بادشاهي پريښوده او د رَبّ په لاره کښې اووتلو* کله چې هغه کَس حضرت ابراهيم بن ادهم  رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   د دجلې درياب په غاړه په خپلو جامو کښې په پيوند لګولو اوليدو نو اوئې وئيل: اے ابراهيمه! د حکومت پريښودو سره تا څه اوموندل؟ جامې او هغه هم زړې او شليدلې او هغې کښې هم په خپلو لاسونو پيوند لګوئ*  مخکښې به مو شاهي جامې وې* ګير چاپيره به مو په سوؤنو خادمان وو* چې هغه مو پريښودل نو څه مو بياموندل؟ حضرت ابراهيم بن ادهم   رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   چې دا واوريدل نو خپله ستَن ئې درياب ته اوغورځوله او بيا ئې ارشاد اوفرمائيلو: اے مهيانو (کبانو) زما ستَن واپس کړئ* دې اوريدو سره مهيانو په خُله کښې د سرو زرو ستَنې نيولې وې او د اوبو نه ئې سرونه را اوچت کړه* حضرت ابراهيم بن ادهم   رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه