Book Name:Ya ALLAH Main Hazir Hun
اوفرمائيل: زما دا نه خپلې ستَنې پکار دي* نو يو مهي (کب) په خپله خُله کښې د حضرت ابراهيم بن ادهم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ستَن نيولې وه او حاضر شو* هغوئي هغه ستَن د هغوئي نه واخسته او هغه کَس ته ئې ارشاد اوفرمائيلو: ما د حکومت پريښودو سره دا بيا موندل۔ ([1])
وہ کہ اس دَر کا ہوا خلقِ خدا اس کی ہوئی وہ کہ اس دَر سے پِھر اللہ ہی سے پھر گیا([2])
د رَبّ رحمت بې دريغه راوريږي
دا حقيقت دے کله چې بنده په حقيقت کښې عملي طور دا اووائي: . نو بيا هر څه پريږدي او د رَبّ شي* کله چې بنده اقرار اوکړي زه حاضر يم* يا الله! زه حاضر يم* صرف په هغه کارونو کښې مصروفه وي کوم چې د رَبّ د رضا والا وي* د کومو کارونو نه چې رَبّ منع فرمائيلې ده د هغې نه ځان بچ کوي* د جنت په لار روان وي* دوزخ ته د بوتلونکو کارونو نه ځان ساتي نو رَبِّ کريم بيا عطا کوي* بخاري شريف کښې يو حديثِ قُدسي دے: الله پاک ارشاد فرمائي: إِنْ تَقَرَّبَ إِلَيَّ بِشِبْرٍ تَقَرَّبْتُ إِلَيْهِ ذِرَاعًا يعني که چرې يو بنده زما طرفته يو لويشت راځي نو زه د هغه په لور يو ګز ورمخکښې کيږم* وَإِنْ تَقَرَّبَ إِلَيَّ ذِرَاعًا تَقَرَّبْتُ إِلَيْهِ بَاعًا او که چرې يو بنده زما طرفته يو ګز رامخکښې کيږي نو زه هغه ته يو ميل